Welcome to my YouTube channel — a place for practical IT learning in simple, easy Pashto.
Learn real IT skills in simple, easy English. For 3+ years, this channel has helped students and IT learners build practical knowledge for jobs, labs, and troubleshooting.
🎓 Completed Courses
▸ CMD
▸ VMware Workstation
▸ MCSE
▸ A+
▸ Windows Troubleshooting
🚀 Ongoing Courses
▸ CCNA
▸ Network+
▸ Practical IT Skills
▸ Windows 10 Troubleshooting
👨💻 Who is this channel for?
Computer Science students, IT support engineers, and anyone who wants strong real-world IT skills.
🔔 Subscribe & Start Learning
Simple. Practical. Career-focused IT learning.
Whatsapp: 0778089865
Star Master Afghan Academy
د DORA پروسه (ولې زیاتره کتابونه دا خبره نه کوي)
د DHCP سرور څخه چې یو ډیوایس IP Address ترلاسه کوي نو د DORA پروسه د کلاینټ او سرور ترمنځ قرار نیسي.
1-کلاینټ اول Discovery پیغام لیږي چې سرور پیدا کړي او د IP address غوښتنه تری کوي.
2-سرور ورته د یو IP address وړاندیز کوي چې دی ته Offer پیغام وایي.
3- کلاینټ د همدغه وړاندیز شوي IP address لپاره له همدغه سرور نه غوښتنه کوي چې دی ته Request وایي.
4- په اخر کې سرور همدغه IP address کلاینټ ته ورکوي.
زیاتره کتابونه وایي چې د Discover او Request پیغامونه broadcast وي خو د Offer او Ack پیغامونه unicast وي چې دا خبره پوره سمه نه ده.
تاسو د DORA پروسې پیغامونه په Wireshark کې تحلیل کړۍ او یا هم په Packet Tracer سافټویر کې یی Simulation وګورۍ؟؟
تاسو به وګورۍ چې څلور واړه پیغامونه Broadcast کیږي!
دا ولې؟؟
الجواب: د DHCP په header کې د broadcast flag شتون لري که چیري کلاینټ دغه flag on کړي (0x8000) نو سرور به ورته offer او Ack په broadcast شکل رالیږي خو که چیری دغه flag off کړي (0x0000) نو بیا به ورته سرور offer او Ack په unicast شکل رالیږي.
زیاتره وینډوز عامل سیستمونه دغه flag همیش on کوي خو لېنکس یی بیا off ساتي.
کلاینټ چې Discovery کوي نو په دی وخت کې هېڅ IP نه لري او نه ورسره د سرور Mac address شتون لري نو پیغام داسی برابر کړي:
خپل Mac address په Source Mac کې واچوي او Destination Mac بروډکاسټ FFFF کړي.
خپل IP address 0.0.0.0 کړي او Destination IP 255.255.255.255 کړي.
سرور چې ورته اوس offer کوي نو دوه حالاته دي:
اول-د کلاینټ لخوا د Broadcast flag off شوی (0x0000) نو offer به هم unicast وي.
سرور به په source Mac کې خپل Mac اډرس واچوي او destination Mac کې به د client میک اډرس واچوي, ځکه سرور لږ مخکې د Discovery پیغام څخه د کلاینټ Mac address ترلاسه کړی. په Source IP کې به سرور خپل IP address 10.0.0.1 داخل کړي خو دا چې کلاینټ تر اوسه کوم Address نه لري نو Destination IP به 255.255.255.255 کړي.
دوهم- د کلاینټ لخوا د Broadcast flag on شوی (0x8000) نو offer به هم بروډکاسټ کیږي.
سرور به په Source Mac کې خپل مېک اډرس واچوي که څه هم سرور سره د کلاینټ Mac اډرس شته خو د کلاینټ لخوا د بروډکاسټ غوښتنه شوی ده نو سرور به په destination mac کې FFFF داخل کړي.
په Source IP کې به خپل اډرس 10.0.0.1 داخل کړي او Destination IP به 255.255.255.255 کړي.
ښه نو اوس د کلاینټ لخوا Request پیغام ولې broadcast کیږي, حال دا چې کلاینټ خو لږ مخکې د سرور Mac address ترلاسه کړو کنه؟
👈هغه ځکه چې کیدایشي موږ سره مختلف DHCP سرورونه شتون ولري او د ټولو لخوا دغه کلاینټ ته offer شوې وي, نو دوۍ باید پوهه شي چې د چا offer قبول شوی؟
کلاینټ د دغه پیغام په DHCP Server Identifier برخه کې د هغه سرور IP address لیکي (10.0.0.1) د کوم یو چې offer قبول شوي. دغه پیغام چې کله نورو سرورو ته ورسیږي نو پوهه به شي چې د دوۍ offer رد شوي.
نوټ: لېکنه اوږده ده خو مسلکې اشخاص به یی حتماً لولي.
ماهر افغان
1 week ago | [YT] | 7
View 2 replies
Star Master Afghan Academy
Today I successfully completed a real-life implementation of a telephone communication system and also provided internet connectivity to a remote site. It was a very practical and valuable experience because projects like this show how real networks are built outside the classroom. In today’s digital world, communication and internet access are essential for businesses, schools, and organizations. For an IT professional, understanding how to design and deploy these systems in real environments is extremely important. It requires knowledge of networking, troubleshooting, planning, and teamwork. Working on real projects helps us move beyond theory and gain practical confidence. These experiences make an IT engineer stronger and more capable of solving real problems. I am happy to share a small moment from this project here on . Learning never stops in the field of IT, and every project teaches something new.
4 weeks ago | [YT] | 25
View 5 replies
Star Master Afghan Academy
موږ کوشش کوو او لګیا یوو چې ستاسو لپاره نوې کورسونه ریکارډ کړو. زموږ زیاته توجو عملي Practical کورسونو ته ده, نو تاسو هم له موږ سره مرسته وکړﺉ.زموږ ویډیوګانې خوښي کړۍ, له نورو سره یی شریکي کړۍ اوچینل مو سبسکرایب کړۍ. مننه
4 weeks ago | [YT] | 22
View 3 replies
Star Master Afghan Academy
موږ غواړو تاسو ته یو انلاین کلاس د Zoom له لارې واخلو؟
کوم کلاس؟
وخت؟
نظرونه مو راسره شریک کړۍ؟
6 months ago | [YT] | 4
View 11 replies
Star Master Afghan Academy
ملګرو ستاسو په نظر د کمپیوټر کوم پروګرام درته شروع کړو?
3 years ago | [YT] | 18
View 13 replies