که کوشش کا پۀ اخلاص زۀ یې ضامن یم که کامران پۀ خپل مراد نۀ شي سړے
خوشال بابا
د نن نه پس به پراٸيوېټ سکولونو کښې هم د پښتو مضمون لازمي وي د 2012 نوټيفيکيشن باندې ترتیب وار عمل شروع شو د هائي کورټ د فیصلې مننه کوو اوس چې کوم سکولونه پۀ دې عمل نه کوي باید هم دې عدالت ته یې راکاږو...
Pashto Adab پښتو ادب
إِنَّا لِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُون
مطیع اللہ تراب۔۔۔
د چا د بغاوت سر تر پاميره رسېدلي
او د چا ټیټ شوي سر د ملا تر تيره رسېدلي
سره د بغاوت جانانه ارتې تڼي ګرځي
تعجب نه دي په دومره راقيبانو کې ژوندون
پہ گور د نور شہ۔
اللہ د جنت پہ نصیبہ کہ،آمین۔
10 months ago | [YT] | 6
View 0 replies
Pashto Adab پښتو ادب
🌸حساب کتاب🌸
پۀ ژړا ژړا مي عمر په سجدو مونځونو تير کړو
نتيجه ئ بس مرګي ئ تور لحد رانه چاپير کړو
د قسمت او د تقدير دې څۀ قانون لاره ګودر شته ؟
د ځوانئ اور ته وولے بيا وے اوسوزيدي ولي؟
لاس او ښپي مي دي تړلي او وائ شابه ګډ شه ګډ شه
هر انسان دي دے اتڼ ته زنځيرونو کښې بللي
د موسکو سترګو جانانه لر د ښپو مي کړه دا پړي
بيا مستي د خاوري ګوره او ټوپونه د آدم
چي زۀ مست شم په هواشم اور شم تندر شم رڼا شم
چي يو ساز مست او سر شار شم نور شم پړق شم په ځلا شم
رو شان تور د مرګي سيورے برندي سترګي تکي توري
يو نظر راته راواړئ يو نظر کښي روک تالا شم
اے زما د زړۀ د نور او د وينا او د خيال ربه
د ځوانئ د سرو رنګونو د مستئ او جلال ربه
اے چي زۀ تش وم جوړ د خاوري بس د خاورو ومه سيال
ولي تا راکړۀ رنګونه او ګلونه او جمال
دا انصاف دي؟ موټي خاوره د خپل تخت پايو له يوسي
بيا ئ درز زمکي له راوولي ځوان بوډا کړي بوډا خاوري
نور ډير ښۀ دي را روان دي د ملا هغه چه واوري
مستي ځواني خيشت کمال مي واخلي خپل يو تور ويښتۀ پري نۀ ږدي
زۀ دي لوټ تالا کړم دلته تۀ به تله کښي دي څۀ ږدي؟
دګلاب په شان ځواني دي راله خاوري کړه تباه کړه
تر هغي به مي نچوړي چي هر رګ مي واويلا کړه
دا لږ ژوند پوټے احساس دي ځي مرګي له غلي غلي
چي آخر به رانه جوړ کړي يو ټوپکي شان د خزلي
حساب ستا به څۀ حساب وي جناب راوسپړه روکړ دي
لوټ تالا برباد دي ځۀ کړم خو کمزوري دله پړ دي !!
2 years ago | [YT] | 5
View 0 replies
Pashto Adab پښتو ادب
دا ماتي وزري به پيوند واخلي
ته به راته ګوري ځه به الوځم
❤
2 years ago | [YT] | 3
View 0 replies
Pashto Adab پښتو ادب
که کوشش کا پۀ اخلاص زۀ یې ضامن یم
که کامران پۀ خپل مراد نۀ شي سړے
خوشال بابا
د نن نه پس به پراٸيوېټ سکولونو کښې هم د پښتو مضمون لازمي وي د 2012 نوټيفيکيشن باندې ترتیب وار عمل شروع شو
د هائي کورټ د فیصلې مننه کوو
اوس چې کوم سکولونه پۀ دې عمل نه کوي باید هم دې عدالت ته یې راکاږو...
ټولو پښتنو ته ډېره مبارکي
2 years ago | [YT] | 3
View 0 replies
Pashto Adab پښتو ادب
لائيک او شير ئي کئي❣️
2 years ago | [YT] | 11
View 2 replies
Pashto Adab پښتو ادب
غزل:- ممتاز اورکزے
مــقتديان ښخ رکوع کښې ،امام سلام واړوۀ
رندان په جوش راغلي،ساقي يې جام واړوۀ
يـــــــــوه خبره وه خو،معنې يې ډيرې،ډېرې
چــــــــــا ورته پام واړوۀ،چا ورنه پام واړوۀ
ژوند لـــــــــکه لوبه د تاش،پتې يې ټولې پټې
چـــــــــــــــــا يکه واړوله،او چا غلام واړوۀ
لار مـــــو يوه ده منم ،خو مزل بل شانې دی
مــــــا درته ګام اېسار کړو،تا رانه ګام واړوۀ
ممتازه ،دروند کاڼی وو،هر ځل يې ستړی کړمه
کــــــــــــه مې سحر واړوۀ،که مې ماښام واړوۀ
#Mumtaz_Orakzai
2 years ago | [YT] | 6
View 1 reply
Pashto Adab پښتو ادب
غني خان بابا په ايډورډ کالج پيښور کي #يادونه
2 years ago (edited) | [YT] | 5
View 2 replies
Pashto Adab پښتو ادب
غني خان بابا په ايډورډ کالج پيښور کي
2 years ago | [YT] | 5
View 3 replies
Pashto Adab پښتو ادب
سجده سه ده
2 years ago | [YT] | 4
View 0 replies
Pashto Adab پښتو ادب
هغه مستي غواړم چي يى مرګ نه شي وجلي ❤
غنى
2 years ago | [YT] | 2
View 0 replies